په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي نن دوشنبه د لیندۍ په ۲۶ مه په افغانستان کې د یونیسف ادارې له مشر ډاکټر تاج الدین اویلا سره وکتل.
دواړو لوریو د تطبیق کوونکو مؤسسو د خدماتو پر ارزونې، د روغتیايي خدماتو د کیفیت پر ښه والي، روغتونونو ته پر ټاکلي وخت د درملو رسولو او د افغانستان روغتیايي سیستم د پیاوړتیا اړوند بحث او خبرې وکړي.
مولوي نور جلال جلالي د هېواد په ولایتونو کې د تطبیق کوونکو مؤسسو له لوري د وړاندې کېدونکو خدماتو څخه په ګډ معیاري نظارت، ارزونې او شفافیت ټینګار وکړ او د یونیسیف ادارې له مسؤلینو یې وغوښتل، چې روغتونونو ته اړین طبي وسایل او درمل په ټاکلي وخت انتقال او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي.
د پیغام پای/