کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وویل: د خلکو د پوهاوي لپاره لا زیاتو هڅو ته اړتیا ده، ترڅو د دښمنانو په منفي تبلیغاتو کې راګیر نه شي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه چې نن یې په کابل کې د دغه وزارت د ولایتي او مرکزي رئیسانو د ظرفیتونو د لوړولو په روزنیز سیمینار کې خبرې کولې وویل:  د خلکو د پوهاوي لپاره لا زیاتو هڅو ته اړتیا ده ترڅو د دښمنانو په منفي تبلیغاتو کې راګیر نه شي.

 خيرالله خیرخواه وویل: د چارو د لا ښه والي په موخه بايد د مرکز او ولایتي رياستونو ترمنځ همغږي لا زياته شي، د امارت له لوري دغه وزارت ته د ورسپارل شویو اصلي موخو لپاره په پوره همت سره کار وکړئ، د ولس د فکر جوړولو لپاره لا هم ډېرو هڅو ته اړتیا ده، تر څو د دښمنانو د منفي تبلیغاتو ښکار نه شي

 ملا خیرالله خیرخواه زیاته کړه: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوان نسل د ښې روزنې، فکري ودې او دوی ته په کور دننه د کار او ګټې زمينې برابرولو لپاره په ټول توان هڅې کوي.

 هغه ټینګار وکړ: هغوی چې د هېواد او خلکو خدمت ته يې ملا تړلې وي، هېڅکله به خوار نه شي، ولايتي رياستونه دې د بااستعداده او وړ کسانو د پېژندنې لپاره کار وکړي او په وړ بستونو دې يې وګوماري.

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه: دولايتونو مشران کله چي د ستونزو او خنډونو سره مخامخ شو بايد ناهيلي نه شي او خپل هدف ته د رسېدو لپاره دې هڅو ته دوام ورکړي.

 همدا راز د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت اللّٰه جمال وويل: دا سمينار د مرکزي او ولايتي رئيسانو تر منځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه جوړ شوی دی.

 د پیغام پای/