په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي کمېسیون غونډه نن دوشنبه د لیندۍ په ۲۵مه په کابل کې د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې د کړنلارې پر مسوده، په ساختماني پروژو کې د غوري سیمنټو پر کارولو، د خوست ولایت غلام خان او د کندهار ولایت د سپين بولدک ګمرکونو ته د ځمکې د لېږد او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو.
له کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د استفادې د طرزالعمل طرحه تصویب او د وروستۍ پرېکړې لپاره ریاست الوزرا ته واستول شوه.
دغه کړنلاره د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي ودې د پياوړتیا او په ورته وخت کې کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ته د بازارموندنې په موخه جوړه شوې، چې له مخې به یې په لومړي سر کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه، د استخباراتو لوی ریاست او ورپسې ټولې امارتي ادارې او هېوادوال د خپلو اړتیاوو د پوره کولو پر مهال یادو محصولاتو ته لومړیتوب ورکوي. د اقتصادي کمېسیون یادې غونډې ته په ساختماني پروژو کې د غوري سیمنټو د کارولو په اړه د ټاکل شوي پلاوي راپور هم وړاندې او تایید شو.
د وړاندې شوي راپور پر اساس اړوندو سکټوري وزارتونو، ادارو او هېوادوالو ته سپارښتنه وشوه څو د خپلو پروژو او ساختماني چارو په هغو برخو کې سیمنټو استفادې ته لومړیتوب ورکړي، چې په یادوبرخو کې د دغه فابریکې تولید شوو سیمنټو معیار پوره کړی دی.
د غوري سیمنټو فابریکې مسوولینو ته سپارښتنه وشوه چې د خپل ظرفیت لوړولو او همدا راز په ټولو برخو کې د معیاري تولید په موخه هڅې ګړندۍ کړي څو هېواد د سیمنټو په برخه کې خودکفایۍ ته ورسېږي.
د ایرنا د راپور له مخې، د غوري سمنټو فابریکه اوسمهال په ۲۴ ساعتونو کې ۷۰۰ ټنه سمنټو تولیدوي.
د پیغام پای/