د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، انګلیسي ورځپاڼې فایننشل ټایمز یکشنبه د لیندۍ ۲۵ مه په یوه راپور کې لیکلي: اسراییلو ته د امریکا له خبرداریو سره سره په غزه کې وضعیت کړکېچن دی او په دې سیمه کې ولسي وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
راپورونه ښیی چې صهیونیسټی رژیم د خوراکی موادو د ذخیره کولو په ځايونو او د هغو فلسطینیانو چي له دغو مرکزونو ساتنه کوي، حمله کوي، چي دا مرستې له منځه وړي او په غزه کې د خوړو بحران لا پسې زیاتوي.
امریکا تیره میاشت اعلان وکړ چې له صهیونیسټ رژیم سره به خپلې پوځي او وسلې مرستې بندې نکړي ځکه چې غزې سیمې ته بشري مرستې هم زیاتې شوي دي. په عین حال کې واشنګټن یادونه وکړه چې له صهیونیسټ رژیمه د غزې د تړانګې د ملکیانو د وضعیت د ښه کیدو تمه لری.
په ورته وخت کې د بشري مرستو د سازمان مسوولین وايي چې په دې سیمه کې وضعیت د پخوا په پرتله کړکېچن او ډېر خراب دی.
احصایې ښيي چې د ډسمبر په لومړیو دوو اونیو کې شاوخوا یو زره او ٧٠٠ لارۍ چې د بشري مرستو لیږدولې، محاصره شوې سیمې ته ننوتلي چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د تېرې میاشتې په پرتله زیات شوي دي.
په غزه کې د انروا یوه جګپوړي چارواکي په دې تړاو وویل چې شرایط داسې دي چې حتی په لاریو کې دننه نیمایي خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.
فایننشل ټایمز زیاته کړې چې د غزې مرکزي او جنوبي سیمې چې اوس پکې ډېری ولسي وګړي ژوند کوي، له لوږې سره مخامخ دي، چې د نومبر په میاشت کې درې کسان د خوراکي توکو د لاسته راوړلو لپاره مړه شوي دي.
دغې انګلیسي ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي چې په غزه کې د اوړو د سخت کمښت له امله د هر بوجي اوړو بیه ۱۶۲ ډالرو ته رسېدلې ده.
د روان کال د اکتوبر په دیارلسمه د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په یوه لیک کې صهیونیسټ رژیم ته چې په اوس وخت کې د غزې ټولې لارې په کنټرول کې لری، ولیکل چې سیمې ته د بشردوستانه مرستو د زیاتولو او د غزې د شمالی سیمو د محاصرې د ختمولو لپاره یوه میاشت وخت لری، که نه نو د امریکا پوځي مرستې به وځنډول شي.
له هغې یوه میاشت وروسته، د وضعیت د خرابیدو په اړه د مرستندویه ډلو له خبرداریو سره سره، امریکا ادعا وکړه چې د غزې تړانګې ته د مرستو رسولو په بهیر کې یې ښه پرمختګ لیدلی او له همدې امله به له اسراییل سره خپلې پوځي مرستې ونه دروي.
فایننشل ټایمز د مرستندویه کارکونکو له قوله لیکلي چې ډیری خواړه په لاره کې غلا کیږي، ځکه چې اسراییل د خوراکي توکو لاریو هغه خوا ته لیږدوي چیرې چې منظم غله شتون لري.
راپورونه ښیی چې صهیونیسټی رژیم د نوامبر له دیارلسمې نیټې څخه د دسمبر تر لسمې نیټې پورې محاصره شوې سیمې ته د ملګرو ملتو د مرستو د لیږلو ټولې هڅې بندې کړې دی.
په غزه کې مرستندویه کارکونکي ټینګار کوي چې اسراییلي رژیم باید ځمکنۍ پولې خلاصې وساتي او د خوراکي توکو بار وړلو ساتنه وکړي ترڅو دوی د غزې محاصره شوي سیمه ته پرته له کوم زیان رسولو څخه ورسیږي، په داسې حال کې چې په دې وروستیو ورځو کې اسرائیلو پر فلسطینیانو چې د خوراکي توکو د لاریو د ساتنې هڅه یې کوله، برید وکړ چې له امله یې لږ تر لږه ۲۰ تنه ووژل شول.
د دې پېښې په غبرګون کې د اسرایلو پوځ ادعا کړې چې دوی د حماس پر ځواکونو برید کړی چې هڅه یې کوله د مرستندویه لاریو غلا وکړي.
د پیغام پای/