کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي معاونیت د ټاپي پروژې د اقتصادي ګټو په تړاو په یوه مقاله کې ویلي: د ټاپي پروژې خراب اقتصادي وضعیت بدل کړی او د بېکارۍ په کمولو کې یې مهم رول لوبولی دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي معاونیت یکشنبه د ایمدۍ ۲۵ مه په یوه مقاله کې لیکلي: ټاپي به د افغانستان خراب اقتصادي وضعیت کې بدلون راولي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول به د زرګونو کسانو په بوختېدو سره د بېکارۍ کچې په کمېدو کې به مهم رول ولوبوي.

دغه معاونیت زیاته کړه: افغانستان به له دغې پروژې څخه په ډېره اندازه ګاز ترلاسه کړي. لومړیو کې به د کال ۵۰۰ میلیارده مکعب وي، خو وروسته به یې کچه لوړه او ۱.۵ میلیارده متره مکعب ته به ورسېږي. دغه کچه ګاز به د افغانستان د ګازو اړتیا تر ډېره بریده پوره او پر نورو هېوادونو به د افغانستان تکیه راکمه کړي.

همدا راز، افغانستان به د دغې پروژې له درکه هر کال د ترانزیټ ۴۰۰ میلیونه ډالر فیس هم اخلي چې امارتي خزانې ته به ځي. دې سره به د دولتي عوایدو کچه لوړه او دولت به دغه پیسې د هېواد د ابادۍ په نورو برخو مصرف کړي.

 د اقتصاد وزارت مرستیال په دې پروژه کې د بهرنۍ پانګونې د جلبولو په اړه لیکلي: د ټاپي پروژه کولی شي چې افغانستان ته بهرنۍ پانګونه جلب کړي. بهرني شرکتونه به په بېلابېلو برخو کې افغانستان ته د پانګونې له پاره راشي چې دا به په افغانستان کې د اقتصادي ودې لامل وګرځي.

په دغه مقاله کې راغلي: په ټوله کې ټاپي، ورسره نورې پروژې او بهرنۍ پانګونه د افغانستان د زېربنا، بېکارۍ او غربت کچې کمولو، اقتصادي ودې او سیاسي ثبات له پاره ډېر مهم دي.

 د ایرنا د خبر له مخې، اوس مهال په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار روان دی او ټول اړین تجهیزات افغانستان ته رسیدلي دي.

د پیغام پای/