په قندهار کې د ايرنا خبري آژانس د خبريال له مخي، د قندهار ولايت د رسنيو دفتر د وږي په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دغه ولايت مرستيال مل پاسوال محمد صادق اندرابي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر(یوناما) له سياسي مرستيال سره يه قندهار کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو په دغه ولايت کې د عمومي ګټو د پراختيايي پروژو د تطبيق په باب خبرې وکړې.
جورجیت ګانون وويل چي دغه ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د اړوندو ادارو د روانو او پلي شويو عامه ګټو پروژو له کارونو څخه ليدنه او څارنه کوي. ده زياته کړه: د خلکو اساسي اړتياوې يې له سيمه ييزو مسوولينو څخه واورېدې او د دغې ادارې د ٢٠٢٥ کال په پلانونو کې به يې شاملې کړي.
د یوناما سیاسي مرستیال څرګنده کړه: د ملګرو ملتونو د بېلابېلو سازمانونو په همکارۍ به راتلونکی کال د کوکنارو د کښت د بدیل معیشت پروژه په ښه توګه پلي کوي. د کندهار د والي مرستيال په کندهار کي د ملګرو ملتونو او اړوندو ادارو له هڅو څخه په ځانګړي ډول د کوکنارو د بديل کښت په برخه کي مننه وکړه.
نوموړي د اوبو د چک بندونو، سړو خونو، د سړکونو د جوړولو، د بېکارۍ د مخنيوي او خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په اړه خبرې وکړې او په بېلابېلو برخو کې يې د دغې ادارې د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د پیغام پای/