کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال په چین کې د یو کنفرانس د ګډون لپاره چین ته تللی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري نن یکشنبه د لیندۍ په ۲۵مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: چین ته د خپل سفر په ترڅ کې به هڅه وکړم چې د افغانستان واقعیتونه د هیوادونو استازي ته انعکاس کړم.

هغه زیاته کړه: د دغه سفر په ترڅ کې په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او امنیتي برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې ډیرې دي، چې زه به یې په علمي توګه مطرح کړم، تر څو د خلکو افکار د دښمنو او متعصبو رسنیو فریب نه خوري.

د پیغام پای/