په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د هرات والي مولانا اسلامجار چې شنبه د لیندۍ په ۲۴مه په هرات ولایت کې د افغان ترک – هرات ښوونځیو له دولسم ټولګي څخه د ۴۰۰ ښوونکو د فراغت په مراسمو کې خبرې کولې، د اسلامي زده کړو تر څنګ عصري علوم د هېواد د پرمختګ پلاتفورم وباله او ټینګار وکړ، هغه نیک او صالح کسان چې په عصري دیني علومو سمبال وي کولای شي چې هېواد ته پرمختګ ورکړي.
مولانا اسلامجار وویل: د اسلامي امارت په جوړیدو سره په هیواد کې صنعتي انقلاب رامنځته شوي او متخصصو او پرمختللو پرسونل ته بیړنۍ اړتیا ده او ځوانان باید په دیني او عصري علومو سره د هیواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.
په هرات کې د افغان – ترک ښوونیزو ښوونځیو بنسټ مسوولین وايي، له دغه مرکز څخه شاوخوا ۴۰۰ تنه په اوو ښوونیزو کورسونو کې د دولسم ټولګي فارغ شوي دي.
د پیغام پای/