کابل- ایرنا- د افغانستان اماني صندوق له دغه هیواد سره د سویډن د ۹ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان لپاره د ځانګړي وجهي صندوق چارواکو نن د دغه صندوق په ایکس پاڼه کې لیکلي: سویډن له افغانستان سره نهه میلیونه ډالره (۱۰۰ میلیونه سویډني کرون) مرسته کړې ده.

 دا مرسته د سویډن د نړیوالې پراختیایي همکارۍ ادارې لخوا چمتو شوې او موخه یې د افغاني ټولنو پیاوړتیا، د انعطاف د زیاتولو، د هیلو د رامینځته کولو او دوامداره حلونو لپاره دی. 

 د ایرنا په وینا، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو له شرمناکه ماتې سره، امریکا د خپلې ناکامۍ د جبرانولو په موخه د افغانستان له ۹ میلیاردو ډالرو زیاته شتمنۍ کنګل کړې، چې له دې ډلې یې ۳،۵ میلیارده ډالر د اماني صندوق ته انتقال شول، خو تر اوسه د نورو ٦ میلیارد ډالرو په امریکایی بانکونو کې د افغانستان شتمنۍ برخلیک نه دی معلوم.

د پیغام پای/