په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د سرپل ولايت د والي وياند حبيب الله مسرور نن شنبه د لیندۍ په ۲۴مه وويل: په تېرو اتو مياشتو کې د ۳۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د اوو چک بندونو او د ۵۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو رسولو د ۱۱ شبکو په دې ولایت کې بشپړ شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په مرکز او ولسوالیو کې د الجهاد، سیداباد، صیاد، سوزمه قلعه، سانچارک او ګوسفندي په سیمو کې جوړ شوي چک بندونه د کلیو پراختیا ریاست له لوري پلي شوي او پیسې یې د اسلامي امارت له بودیجې ورکړل شوي دي. د مسرور د معلوماتو له مخې، د دغو چک بندونو له ګټو څخه څوارلس زره کورنۍ برخمنې شوې دي.
د سرپل د والي وياند وويل: د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د همکاريو موسسو له خوا د اوبو رسولو ١١ شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې او څه د پاسه لس زره کورنۍ د دغو اوبو رسولو له شبکو څخه برخمنې شوې دي.
د پیغام پای/