په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، داعش ترهګرې ډلې نن پنجشنبه د لیندۍ ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په دغه برید کې یې خلیل حقانی په نښه کړی دی.
د داعش په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه برید مسوول توانېدلی چې له امنیتي خنډونو تېر شي او خپل هدف ته ورسېږي.
داعش ډلې ویلي، چې د دوی ځانمرګي بریدګر د خلیل حقاني د وتلو په تمه و او د هدف په ليدو يې خپل چاودېدونکي توکي پرې وچاودېد چې له امله يې حقاني له خپلو څو ساتونکو او مرستیالانو سره ووژل شو.
د پیغام پای/