په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین چې په قطر کې میشت دی، نن چهارشنبه د لیندۍ ۲۱ مه په دوحه کې د فرانسې د سفارت له شارژدافیر ژان مارین شاو سره ولیدل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د روان وضعیت، د روغتیا سکتور، د غیر دولتي موسسو او د کابل نړیوال هوايي ډګر د تخنیکي اړتیاوو په اړه خبرې وکړې.
د ایرنا په وینا، په کابل کې د قطر سفارت تېر کال اعلان وکړ چې د دغه هېواد تخنیکي ټیم د کابل هوايي ډګر له نړیوالو معیارونو سره سم ترمیم کړی او سرپرست حکومت ته یې سپارلی دی.
د پیغام پای/