د ایرنا د خبر له مخې، په ملګروملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني د دوشنبې په ورځ په سیمه ایز وخت د لیندۍ په ۱۹ مه نیټه د امنیت شورا او د ملګرو ملتو سرمنشي ته په خپل یو لیک کې زیاته کړه: دا کړنې د ډیپلوماټیکو اړیکو په اړه د ویانا کنوانسیون (١٩٦١) او د قونسلګرۍ اړیکو په اړه د ویانا کنوانسیون (١٩٦٣) ښکاره سرغړونه ده، کوم چې د ډیپلوماتیکو ځایونو مصونیت او د دوی د کارمندانو خوندیتوب تضمینوي.
ایرواني زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت ټینګار کوي چې د ډیپلوماټیکو او قونسلګریو ځایونو او د هغوی د استازو مصونیت باید د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې تل درناوی وشي. هغه زیاته کړه: هیڅ شخص، ډله یا دولت حق نه لري چې دا ډول سرغړونې وکړي او یا یې ورته زمینه برابره کړي.
ايرواني زياته کړه: د ايران اسلامي جمهوريت د ملګرو ملتو له عمومي منشي او د امنيت له شورا څخه غوښتي دي چې دغه سرغړونې وغندي او د ديپلوماتيکو کارکوونکو او ځايونو د امنيت د تامينولو او د دغه شان بريدونو د تکرار د مخنيوي لپاره لازم تدابیر ونيسي.
د پیغام پای/