د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، صهیونیسټی خبری آژانس واللا یکشنبه د لیمړۍ په ۱۸ نیټه لیکلی چې صهیونیسټ رژیم په سوریې کې د هيئت التحریر الشام د وسله والې ډلې په شمول له ډیرو ډلو سره مستقیم او غیر مستقیم تماسونه لری.
دغه آژانس زیاته کړه: په دې پړاو کې اسرائیل له وسله والو دلو څخه غواړی چې پولې (سوریې له اشغال شویو سیمو سره) ته نږدي نه شي.
صهیونیسټي رسنیو هم د سوریې پولو ته د صهیونیسټي رژیم د پوځ د ۹۸مې لوا او د پاراګلایدر کنډک او کمانډو د استولو خبر ورکړی دی. له دې مخکې صهیونیسټی خبری سرچینو خبر ورکړی وو چې د اسرائیلو د پوځ ټانکونه نن سهار د اشغاب شوي ګولان له سرحده تیر شول او د سوریې خاورې ته داخل شول.
دغو سرچینو زیاته کړې چې د اسرائیلو د رژیم پوځیان له خپلو ټانکونو سره د سوریې په جنوب کې د «القنیطره» سیمې ته ننوتلی دی.
دصهیونیسټ رژیم خبری سرچینو زیاته کړه د دغه رژیم پوځ په ګولان سیمه کې د وسلو په ډیپوګانو حمله وکړه. ځینو نورو خبري سرچینو د ګولان په «خان ارنبه» سیمه کې د صهیونیسټی پوځیانو د رسیدو او په اشغال شوي ګولان بفر زون کې د خپلو ځواکونو د پیاوړتیا خبر ورکړ.
د پیغام پای/