په کابل کې د ایرنا د خبریال د راپور له مخې، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو نن شنبه د لیندۍ په ۱۷مه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي چې د یمګان ولسوالۍ په حضرت سید سیمه کې د حکیم ناصر خسرو تاریخي مقبره د لومړي ځل لپاره په معیاري ډول ترمیم او بیا ورغول شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس انجینر ذبیح الله امیري وویل: د ناصر خسرو مقبره د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله د ویجاړېدو په حال کې وه، خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ او د آغا خان فرهنګي بنسټ د مالي او تخنیکي ملاتړ په واسطه د څلورو میاشتو په موده کې په معیاري ډول ورغول شوه.
ده وويل: دغه مقبره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسوولينو په هلو ځلو او د اغاخان بنسټ د فرهنګي څانګې په مالي او تخنيکي مرسته د څلورو مياشتو په موده کې ورغول شوه.
ده زياته کړه: د ناصر خسرو مقبرې ترڅنګ، په یمګان ولسوالۍ کې د «ملا برات تاریخي مدرسه» هم د یاد بنسټ په مرسته رغول شوې ده.
د ایرنا د راپور له مخې، حکیم ناصر خسرو د سلجوقی دورې یو نامتو شاعر او لیکوال دی او د هغه مقبره د افغانستان یو له مهمو تاریخي میراثونو څخه ګڼل کیږي چې له ۹۰۰ کلونو څخه زیات تاریخچه لري.
د پیغام پای/