په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت چارواکو نن شنبه د لیندۍ ۱۷ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د بدخشان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هيئت ناسته، د هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د دغه ولایت د کشم ولسوالۍ په بېلابېلو ساحو کې د ٤٠ زره او ٢٧٨ جریبه ځمکو دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.
د ایرنا د خبر له مخې، په تیرو دریو کلونو کې څه د پاسه شل میلیونه جریبه ځمکې دولتي تثبیت شوي چې له دې جملې څخه دوه میلیونه یې استرداد شوي دي.
د پیغام پای/