د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د غزې د روغتیا د وزارت ویندوی «خلیل الدقران» نن پنجشنبه د لیندۍ په ۱۵ مه نېټه له غزې تړانګې څخه د ناروغانو او زخمیانو د وتلو په مخنیوي کې د صهیونیسټي رژیم د بندیزونو په دوام، د پرله پسې هوايي بریدونو په پایله کې په دې سیمه کې د روغتیايي جوړښتونو د سقوط په سیوري کې خبر ورکړ.
هغه زیاته کړه: اشغالګر سخته محاصره کړې او ټول بندرونه یې تړلي او غزې تړانګې ته یې د درملو او طبي وسایلو د داخلیدو مخه نیولې ده او له شپږو میاشتو راهیسي څه دپاسه ۲۵ زره ناروغان او زخمیان له غزې بهر درملنې ته سخته اړتیا لري.
الدقران تاکید وکړ: د ۲۵۰۰ ماشومانو په شمول د سرطان لس زره ناروغان له خطر سره مخامخ دی او نړیوال سازمانونه او نړیواله ټولنه باید د دغو کسانو د ژوند د ژغورلو لپاره په اشغالګر باندې فشار واچوی، ځکه چې څه پیښیږی، یو بشپړ ناورین دی.
د غزې د روغتیا وزارت ویاند زیاته کړه: له شپږو میاشتو راهیسي هیڅ ناروغ او ټپي له غزې تړانګې څخه بهر د درملنې لپاره نه دی انتقال شوی او یو زیات شمیر یې د انتظار په لست کې دي او موږ هره ورځ یو شمیر ناروغان او ټپیان له لاسه ورکوو.
الدقران په دوام وویل چې د فلسطینیانو په کورونو باندې د هوایی حملو په نتیجه کې د زخمیانو شمېر ورځ په ورځ زیاتیږی، په تېره بیا له هغه وخته چې روغتیا او د درملنې بنسټونه هم له منځه تللی دی.
نوموړي د اشغالګر له خوا د روغتيايي کارکوونکو د قصدي هدف ګرځولو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه کسان له يو کال او دوو مياشتو راهيسې له معاش، خوراک او حتی خوندي ځاى پرته په خورا خطرناکو او سختو شرايطو کې کار کوي پرته له ډوډی، معاش او خوندي ځای. د دوی حالت هم د غزې د نورو اوسېدونکو په څېر دی، خو د خپل ژوند په بيه د هېوادوالو د ژوند ژغورلو او د ټپيانو د درملنې مقدسه دنده پرمخ وړي.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند څرګنده کړه: طبي کارکونکي د بې ځایه کیدو او په خیمو کې د ژوند کولو له امله رنځ وړي او هم یې وږي دي او هیڅ عاید نلري. له دوی څخه کابو زر تنه شهيدان او ګڼ نور ټپيان شول او په هغو روغتونونو کې چې فعاليت کوي، د خپلو عزيزانو د لاسه ورکولو شاهدان دي.
د پیغام پای/