د ایرنا خبری اژانس د خبر له مخې، په ملګرو ملتو کې د ایران سفیر او دایمی استازی امیر سعید ایرواني د سه شنبې په شپه په سیمه ایز وخت د لیندۍ په ١٣مه نېټه د سوریې د وروستیو حالاتو په اړه د امنیت شورا په بیړنۍ غونډه کې زیاته کړه: ایران په بشپړه توګه د سوریې حق په رسمیت پیژني او ملاتړ یې کوي چې د ترهګرو ډلو لکه التحریر الشام چې پراخه ویجاړتیا، ګډوډي او کړاوونه رامنځته کړي دي.
په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامی جمهوریت لوړرتبه ډیپلوماټ څرګنده کړه: د ایران اسلامی جمهوریت په سوریې کې د حالاتو د خرابیدو په هکله خپله ژوره اندیښنه څرګندوي. وروستي حالات، په ځانګړې توګه د د القاعدې یوه څانګه التحریر الشام چې د جبهة النصره په نوم هم پیژندل کیږي، د سوریې حاکمیت او ثبات ته جدي ګواښونه رامنځته کړي دي.
ایرواني زیاته کړه: د پرمختللو وسلو او بې پیلوټه الوتکو د استعمال په شمول د هیئت التحریر الشام د عملیاتو اندازه او پیچلتیا د متحده ایالاتو په مشرۍ د قصدي بهرني حمایت دلالت کوي، چي ترهګري په خپل بهرني سیاست کې د سیاسي اهدافو د پرمختګ لپاره په یوه وسیله بدله کړې ده.
په ملګروملتونو کې د ایران سفیر ټینګار وکړ: هغه هیوادونه چې د دغې کړکیچ د پراخیدو عامل دي باید د خپلو اعمالو او د هغو ویجاړونکو پایلو په هکله چې د سوریې په خلکو یې تحمیل کړي دي، حساب ورکړي.
ایرواني څرګنده کړه: هغه څه چې په حلب او ادلب کې پېښ شول باید د ټولې سیمې لپاره د ترهه ګرۍ او تندلاریتوب د بیا راپورته کیدو په هکله یو خبرداری وي. ناامني او په سوریه کې د ترهګرۍ او تاوتریخجن افراطیت خپرېدل به یوازې تر پولو پورې محدود نه وي بلکي د هغې پایلې به حتما پراخه سیمه او هاخوا ته ګواښ وکړي.
په ملګرو ملتو کې د ایران سفیر وویل: د ایران اسلامی جمهوریت له ترهګرۍ سره په عادلانه او هوډمنه مبارزه کې د سوریې د حکومت او خلکو په ملاتړ کې ثابت قدم پاتې کیږی. ایران د سوریې د حاکمیت حق په بشپړه توګه پیژني او ملاتړ یې کوي چې له ترهګرو ډلو لکه هیئت التحریر الشام سره مبارزه وکړي او له منځه یوسي چې د پراخې تباهۍ، ګډوډۍ او کړاو لامل دي.
د پیغام پای/