کابل- ایرنا- د افغانستان د حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست د سنتي درملو په برخه کې د چین او افغانستان ترمنځ پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتيا وزارت چارواکو چهارشنبه د لیندۍ په ١٤مه، په يوه خبرپاڼه کې وويل ددغه وزارت سرپرست نور جلال جلالي چین هېواد ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د سنتي طب نړیوال کنفرانس کې ګډونوالو ته خپله وینا ترسره کړه. 

 په دې کنفرانس کې چې موخه یې د سنتي طب برخه کې د تجربو او لاسته راوړنو شریکول و، د بېلا بېلو هېوادونو د روغتیا وزیرانو، مرستیالانو، څېړونکو او د یو شمېر مؤسسو استازو ګډون درلود.

 نور جلال جلالي په سیمه کې د سنتي طب په برخه کې د روغتیا نړیوال او شنګهای د همکاریو سازمانونو همکاري اړینه وبلله او ویې ویل: په افغانستان کې باید د سنتي طب برخه معیاري او د عصري طبابت برخه وګرځي او د دې برخې علاقمندانو ته معیاري تدریسي کریکولم جوړ شي.

 نوموړي دغه راز د سنتي طبابت برخه کې د  چین او افغانستان تر منځ په دوه اړخیزه همکارۍ ټینګار وکړ، ترڅو د ظرفیت جوړونې، تجاربو شریکولو او په دې برخه کې د شریکو څېړنو زمینه برابره شي.

 د ایرنا د راپور له مخې، اوسمهال د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا په وزارت کې د سنتي درملو ریاست شتون لري.

 د پیغام پای/