په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د برشنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي چهارشنبه لیندۍ په ۱۴مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالباري عمر او ورسره مل پلاوي ترکمنستان ته خپل سفر کې، د ترکمن انرګو(د ترکمنستان برېښنا شرکت ) رئیس ښاغلي دوردي الیاسوف، د ټاپ پروژې رئیس ښاغلي مراد آرتیکوف او یو شمېر نورو مسئولینو سره ولیدل.
په پام کې ده چې د دغه سفر پر مهال د ۲۰۲۵ زیږدیز کال لپاره د برېښنا پېرودلو تړون هم لاسلیک شي. عمر د دوو ګاونډیو او وروڼو هېوادونو په توګه یې د افغانستان او ترکمنستان اقتصادي اړیکو په پراختیا ټېنګار وکړ او افغانستان سره یې د ترکمن لوري همکارۍ وستایلې.
ترکمنستان ته د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ سفر کې، د افغانستان د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو استازي هم ګډون لري.
د ایرنا د راپور له مخې، افغانستان اوس مهال شاوخوا ۱۴۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري او شاوخوا اتیا سلنه برېښنا یې له وارداتي برېښنا څخه پوره کېږي.
د پیغام پای/