کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اداري مرستیال ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د سمرقند ولایت له لرغونو سیمو څخه لیدنه وکړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت ارګ نن سه شنبه د لیندۍ په ١٣مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: ‏د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ازبکستان هیواد ته د سفر پر مهال له لرغونو او فرهنګي سیمو څخه د لیدنو پر دوام، پرون سمرقند ولایت ته سفر وکړ.

د سمرقند والي مظفر اوغلي بابایف د ازبکستان او افغانستان تاریخي او کلتوري اړیکو ته اشاره وکړه او ویې ویل: دواړه ګاونډي هیوادونه له اوږدو کلونو راهیسي سوله ییزې او نېکې اړیکې لري او د ازبکستان لوری غواړي چې دغه اړیکې په بېلابېلو برخو کې لا پراختیا ومومي.

مولوي عبدالسلام حنفي دغه راز وويل: افغانستان او ازبکستان د دوه تاریخي ګاونډیو په توګه له یوه بل سره د متقابل درناوي پر بنیاد نېکې او حسنه اړیکې لري او افغانستان هڅه کوي د دواړو هیواونو ترمنځ پر تاریخي، فرهنګي او ګډو مشترکاتو د اتکاء ترڅنګ دغه روابط لا زیات پیاوړي او پراخ کړي.

 مولوي عبدالسلام او مل پلاوي یې د دې سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د مقدسو، لرغونو او فرهنګي ځایونو په ځانګړي ډول د امام بخاري مقبره ولیدله او نوموړي ته یې د مغفرت دعا وکړه.

 د ایرنا په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د روانې اوونۍ په پیل کې ازبکستان ته ولاړ او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د لیدو پر مهال د بخارا ولایت له تاریخي سیمو هم لیدنه وکړه.

د پیغام پای/