کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال او د ایران د اسلامي جمهوریت د کرنې د وزیر مرستیال د کرنې د همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو نن سه شنبه د لیندۍ په ۱۳ مه اعلان وکړ، چي د دغه وزارت مسلکي مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ایران د اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد وزارت د کرنې له مرستیال سره د یاد هېواد په کرنې جهاد وزارت کې ولیدل.

 په دې کتنه کې دواړو لورو د کرنې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ. د بحث په موضوعاتو کې یې د تجربو تبادله، د کرنیزو او اوبولګولو پرمختللو ټیکنالوژیو کارونه، د ظرفیت لوړونې پروګرامونو ترسره کول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو محصولاتو سوداګرۍ پیاوړي کول شامل وو. دغه غونډه د دواړو هېوادونو د کرنيزو اړيکو د پياوړتيا او د کرنيزو شرايطو د ښه والي په هدف جوړه شوې وه.

 د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ یوه پلاوي، د ایران اسلامي جمهوریت په بلنه د دې هېواد د اوبو او خاورې د پروژو په برخه کې د ظرفیتونو، وړتیاوو او ټیکنالوژیو په ځانګړې توګه د اوبولګولو پرمختللو میتودونو د لیدلو په موخه ایران ته سفر کړی دی.

د پیغام پای/