کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اداري مرستیال په ازبکستان کې له مېشتو افغان سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د پانګونې له فرصتونو ګټه واخلي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت ارګ نن سه شنبه د لیندۍ په ۱۳مه وویل ‏د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماښام په ازبکستان کې مېشت یو شمېر افغانانو او سوداګرو سره وکتل.

په دې کتنه کې په ازبکستان کې مېشتو سوداګرو او افغانانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا په ګډون په بېلابېلو برخو کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.

مولوي عبدالسلام حنفي وویل: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول د دې حق لري چې په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.

 هغه زیاته کړه: د سرپرست حکومت د رهبر له لوري د عمومي عفوې فرمان په صادرېدو سره هېچاته په هیواد کې امنیتي او سیاسي ستونزه نشته، امنیت په بشپړه توګه تأمین دی او دغه راز اسلامي امارت په هیواد کې د سوداګرۍ او پانګونې په بېلابېلو برخو کې فرصتونه او لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

 مولوي عبدالسلام حنفي په ازبکستان کې له مېشت افغانانو او سوداګرو وغوښتل چې په افغانستان کې له رامنځته شوې موقع څخه په استفادې په بېلابېلو برخو له هغې ډلې د کانونو د استخراج، انرژۍ، کرنې او تولیدي کارخانو په ایجادولو کې پانګونه وکړي او د هیواد په ابادۍ او پراختیا کې ونډه واخلي.

د پیغام پای/