کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر وویل: د اسلام دښمنان تل هڅه کوي چې د منفي اعلاناتو په خپرولو د امر باالمعروف ناسم انځور نړۍ ته وړاندې کړي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، شیخ محمد خالد حنفي نن په هلمند ولایت کې په یوه عامه غونډه کې وویل: د اسلام دښمنان تل هڅه کوي چې د منفي اعلاناتو په خپرولو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ناسم انځور نړۍ ته وړاندې کړي.

 هغه زیاته کړه: اوس دیني عالمان او قومي مشران دنده لري چې د محراب او منبر له لارې له دښمن سره مبارزه وکړي. حنفي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د نظام لاسونه د هر چا پر مخ خلاص دي، وويل: که څوک شکايت او ستونزه ولري، د امر باالمعروف وزارت سره شريک کړي او دغه وزارت يې د حل لپاره ژمن دى.

 د پیغام پای/