د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د سوریې د عربي جمهوریت له ولسمشر بشار الاسد سره وکتل.
په دغه کتنه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران د ستر رهبر او ولسمشر د تود هرکلي په وړاندې کولو سره، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سیمې د امنیت او ثبات د ساتنې لپاره د سوریې له حکومت، ملت او پوځ څخه په هر اړخیزه ملاتړ کې د ایران د اسلامی جمهوریت د اصولی دریځ په دوام ټینګار وکړ.
عراقچي د ترهګرو ډلو وروستي خوځښتونه په سیمه کې د ثبات او امنیت د دښمنانو د دسیسې یوه برخه او په سیمه کې د جنګ او ناامنۍ د دوام او د مقاومت د جبهه په وړاندي کې د صهیونیسټانو د ناکامۍ د جبرانولو لپاره له امریکې او صهیونیسټ رژیم سره د ترهګرو د ناوړو هدفونو د یو ځای کیدو نښه وبلله او تاکيد وکړ مونږ ډاډمن یو چې سوریه به دا ځل هم کامیابه شی او د ترهګرو ډلو په وړاندې به داسې برلاسی شی لکه څنګه چې په تیرو وختونو کې د ترهګرۍ په وړاندې بریا ترلاسه کړې ده.
هغه دصهیونیسټ رژیم او ترهګرو ډلو له تیریو او تعرضاتو سره د مقابلې لپاره د سوریې له حکومت او خلکو او مقاومت سره د ایران داسلامي جمهوریت د هراړخیز ملاتړ په دوام ټینګار وکړ او په سیمه کې د ثبات او امنیت د تامین او د سیمې د ټولو هیوادونو د امنیت د تامین په لاره کې دغه ستراتیژیک دریځ بیان کړ.
د سوریې ولسمشر هم د ایران د حکومت او ملت له ملاتړه د قدرونې او د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر او د اسلامي جمهوریت د معظم رهبر د مبارکۍ د ویلو په ترڅ کې، د ترهګرۍ د ناوړه پدیدې په وړاندې د سیمې د هیوادونو په تیره بیا د سوریې له ثبات او امنیت څخه په ملاتړ کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د مسوولانه او مستند دریځونو قدرونه وکړه او د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د سیمې د ټولو هیوادونو د مسوولانه او هر اړخیزو هلو ځلو په اهمیت ټینګار وکړ چې په سر کې د صهیونیسټ رژیم ترې ګټه پورته کوی.
بشار اسد همداشان سوریې ته د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر سفر په اوسنیو حساسو حالاتو کې ډیر معنی لرونکی او د مقاومت د محور هیوادونو ترڅنګ د ایران د اسلامی جمهوریت د ملاتړ او د صهیونیسټي رژیم په وړاندي د ولاړیدو پیغام وباله.
د پیغام پای/