په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن دوشنبه د لیندۍ په ۱۲مه په خپله ایکس پاڼه کې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي: د ارزګان امنیه قومندانۍ اړوند د ګیزاب ولسوالۍ د پوليسو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شوې.
په نيول شويو مهماتو کې ٢٠٠٠ فیره د پیکا مرمۍ، ١٠٠٠ فیره د کلاشنکوف مرمۍ، ٥٠٠ فیره د دهشکې مرمۍ، ٣٥ فیره د راکټ مرمۍ، ٤ میله کلاشنکوفونه، یو میل ایم ١٦، درې حلقې دوربینونه، ١ میل راکيټ او ١ میل پیکا ضبط او ونيول شوې.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا دغه وسلې او مهمات د یوه کس له خوا په غیر قانوني توګه ساتل شوي وو.
ایرنا خبری اژانس وایی په تیرو لسو ورځګو کې په پکتیکا او پروان ولایتونو کې په سلګونو میله وسلې او په زرګونو مهمات کشف او ضبط شول.
د پیغام پای/