کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اداري مرستیال د ازبکستان له ستر مفتي سره وکتل او دواړو لورو د ښوونیزو او روزنیزو فعالیتونو په اړه مخامخ خبرې وکړې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، نن یکشنبه د لیندۍ په ۱۱مه د افغانستان سرپرست حکومت ارګ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چي د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون مازیګر د ازبکستان د مسلمینو ادارې رئیس او لوی مفتي محترم شیخ نورالدین خالق نظر سره وکتل.

د ازبکستان ستر مفتي وویل: ازبکستان او افغانستان دیني، تاریخي او فرهنګي مشترکات لري، چې ورته په پام کولای شو په مختلفو برخو کې خپلې اړیکې له پخوا څخه ډېرې پراخې کړو. هغه زیاته کړه: دغه ډول سفرونه د فرهنګي اړیکو او ګډو بارونو او ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره ارزښتناک او پام وړ فرصتونه رامنځته کوي او باید له دې فرصت څخه ډېره ګټه پورته شي.

 مولوي عبدالسلام حنفي د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ او وې ویل، د علماوو دغه ډول سفرونه او تګ راتګ د دواړو وروڼو ملتونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا لامل کیږي.

 حنفي په دې بیانولو سره چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا او ګډو ګټو ته لاسرسی د دې سفر اساسي موخه ده زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د موجودو مشترکاتو پر اساس د نویو همکاریو زمینه برابره کړي او د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې اغېزناګ ګامونه واخیستل شي.

 مولوي عبدالسلام حنفي د دواړو هیوادونو د علماوو ترمنځ د ښوونیزو او روزنیزو فعالیتونو په اړه په همکاریو ټینګار وکړ او د دې لیدنې په حاشیه کې د تاشکند ښار اسلامي مرکز او پکې د موجودو تاریخي او لرغونو اسلامي اثارو لیدنه هم وکړ.

 د پیغام پای/