په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د «کرنه د سولې لپاره» مؤسسې له بنسټاېښودونکی جیمز برټ او د دې مؤسسې له یو شمېر نورو چارواکو سره وکتل.
مولوي عطاالله عمري په پراختیایي پروژو کې د روڼتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «هغه بودیجه چې د افغانستان په نوم ځانګړې شوې ده، باید د پروژو د چارواکو له خو په شفاف ډول ولګول شي، ترڅو د افغان بزګرانو او خلکو په ګټه تمامه شي.»
هغه د ځینو مؤسسو د بودیجې لګښت پر کړنلارو نیوکه وکړه او څرګنده یې کړه: «ډېرې مؤسسې لوړ اداري لګښتونه لري، او د افغانستان لپاره ځانګړې شوې بودیجه په بېلابېلو نومونو بېرته بهر ته لېږدول کېږي. ملي او نړۍوالې مؤسسې باید په بشپړه شفافیت سره کار وکړي.»
همدارنګه جیمز برټ وویل: «که له امارت اسلامي سره هوکړه وشي، موږ به په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره د ۹ میلیارده ډالرو په ارزښت پروژه پلې کړو.»
د ایرنا د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د آلمان د اقلیم د خطر د شاخص پر بنسټ افغانستان له موزمبیق، زیمبابوې، جاپان او مالاوي وروسته په نړۍ کې شپږم ډیر زیان منونکی هیواد بلل شوی دی.
د خوړو نړیوال سازمان هم په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د اقلیم د بدلون له امله شپږم زیانمنونکی هېواد دی.
د پیغام پای/