په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت چارواکو نن یکشنبه د لیندۍ ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د کندز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د کندز په ښار کې له ۱۰ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې، ۲ موټر پلورنځي د غيرقانوي فعاليت له امله وتړل شول او د پاتې نورو موټر پلورنځيو متصديانو ته توصیه وشوه چې خپلې شته نيمګړتياوې لرې کړي.
په خبر پاڼه کې ټینګار شوی چې د کندز ولایت عدلیې رياست په دوامداره توګه په ياد ولایت له اړوندو برخو څخه بررسي او نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.
د پیغام پای/