په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په اسلام اباد کې د افغانستان د سرپرست حکومت د سفارت چارواکو نن د لیندۍ په ١١مه، نن سهار په يوه خبرپاڼه کې وويل: افغان مهاجر په پاکستان کې په هیڅ ډول سیاسی لوبو کې ښکېل نه دي اوسیدلي، او نه یې په کومو جرمي پیښو کې لاس لرلی دی، هغوی همیشه سوله ایز ژوند تېر کړی، د پاکستان په اقتصاد کې یې خپله مثبته ونډه لرلې ده.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وویل: دغه سفارت د پاکستاني چارواکو د وروستيو څرګندونو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګندوي او د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د مهاجرو په وړاندې دې د بې باورۍ داسې فضا رامنځ ته نسي چې له امله یې د افغانانو د ځورونې، بدنامۍ او جبري بې ځایه کېدو لامل وګرځي.
د ایرنا د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مخکې اعلان کړی وو چې په اسلام آباد کې د وروستیو مظاهرو په لړ کې یې یوشمیر افغان اتباع نیولی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي: د راتلونکي میلادي کال له پیله، هیڅ افغان تبعه ته به د دې هیواد په پلازمینه اسلام آباد کې پرته د اعتراض جواز(NOC) د اوسیدو اجازه ورنکړل شي.
د پیغام پای/