په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو پنجشنبه د لیندۍ په ۸ مه اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین د ترکیې په استانبول کې د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر عمر بلات سره وکتل.
دواړو خواوو د یوه اوبل هېواد ته د سوداګریزو پلاویو[ دولتي او خصوصي سکتور] سفر د دواړو هېوادو ترمینځ د سوداګرۍ د پراخوالي لپاره اساس او مقدمه وګڼله.
دواړو لوریو پر دوه اړخیزه لیدوکتو او د نندارتونو پر جوړیدو په ټینګار سره پریکړه وکړه چې دواړه لوري به یوه تخنیکي او ارتباطي کمیټه جوړوي او دغه کمیټه به دنده لري ترڅو ستونزې،خنډونه او فرصتونه تشخیص او د حل مناسبې لارې ورته ولټوي.
د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست پرون په استانبول کې د حلال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون لپاره ترکیې ته لاړ.
د پیغام پای/