کابل- ایرنا- د افغانستان مرکزي بانک د روان کال د لړم په میاشت کې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت د تېر کال د لړم میاشتې په پرتله دوه فیصده لوړوالی اعلان کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د مرکزي بانک چارواکو نن چهارشنبه د لیندۍ په اوومه نېټه اعلان وکړ چې د روان کال د لړم په میاشت کې د ځینو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت د تیرکال د همدې میاشتې په پرتله لوړ شوی دی.

 دغه بانک په ١٤٠٢ او ١٤٠٣ کال کې د افغانیو نرخ د تبادلې نرخ سره مقایسه کړ او ویې ویل چې د ایراني ریال په وړاندې د افغانیو نرخ ٢٦.١٩ سلنه، د ترکي لیرې په وړاندې ١٨.٣٤ سلنه، د یورو په وړاندې ٥.٠٤ سلنه، د امریکايي ډالر په مقابل کې ٢.٠٥ سلنه، د پاکستانۍ روپۍ په مقابل کې ٢.٠٩ سلنه او د هندي روپۍ په مقابل کې ١.٣٢ سلنه، زیاتوالی راغلی.

 د ایرنا د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت له جوړېدو سره د یو امریکايي ډالر ارزښت ۱۱۰ افغانۍ و، خو له درېیو کلونو وروسته اوس یو امریکايي ډالر ۶۸ افغانۍ کېږي.

 د پیغام پای/