تهران – ایرنا – په لبنان کې د لنډمهاله اوربند له اعلان وروسته د دغه اوربند د اهمیت او په اوسنیو حالاتو کې د هغې د ګټو په هکله هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.

د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې د اسرائیلو د رژیم او د لبنان د حزب الله ترمېنځ د دوه میاشتنی اوربند موافقه نن چهارشنبه د لیمړۍ د اوومې نېټې په سهار نافذه شوه. 

 په لاندې لیکنه کې په دې اړه لنډ ټکي شته چې آیا دغه اوربند د لبنان د حزب الله په ګټه ده او که د صهیونیسټ رژیم په ګټه؟

 صهیونیسټ رژیم له پیله دغه اوربند د خپلو ستراتیژیکو هدفونو په ترلاسه کولو کې ناکامي بللی وو لکه چي همداراز د حزب الله جنګی ځواک د نسکوریدو او د لبنان په سویل کې د پام وړ ځمکنۍ بریا بللی وو؛ له همدې امله، د اوربند د منلو اصول د پیښو په دې مرحله کې د رژیم یوه جدي ناکامي ګڼل کیږي.

 یو ۶۰ ورځنی موقت اوربند به خامخا د لبنان د حزب الله لپاره ډیر تاکتیکي ګټور وي. اسراییل په تیر کال کې هیڅکله د وسلو په ترلاسه کولو کې ستونزه نه درلوده او د امریکا د وسلو ډیپوګانې د دې رژیم په خدمت کې دي او په هرو څو ورځو کې وسلې نوي کیږي.

 له بلې خوا دا حزب الله و چې د نویو وسایلو په ترلاسه کولو او کارولو یې سخت تر بندیزونه لاندي وو.

 نو که موږ د اوربند له فرصتونو څخه یو هم د تجهیز او بیا رغولو په برخه کې وګڼو، حزب الله زیاته ګټه ترلاسه کړې ده. 

 صهیونیسټ رژیم د موافقې لپاره د باور وړ اړخ نه دی او د ۲۰۰۶ کال له موافقې یې څه دپاسه ۳۰ زره ځله سرغړونې کړې دي او حزب الله خپل دشمن ښه پیژني، له همدې امله، راتلونکې ورځې په خلاصو سترګو او لاسونو په سر د وسلو به تیر شي.

 خو له دې ټولو ملحوظاتو سره سره، یوه فرضیه باید رد نه شي، چې د مقاومت محور په ځینو شرایطو کې کولای شي د لبنان په جنوب کې موقت اوربند په غزه کې د اوربند په پلي کولو بدل کړي.

 د حزب الله لپاره، د ساه اخیستلو وخت او د ګړندۍ او قوي بیارغونې وخت پیل شوی، مګر د کیسې بل اړخ ته، اسراییل واقعیا د رواني او عملیاتي جګړو یوه لوی مرحلې ته ننوځي.

 د اوربند له اعلان نه سمدستي وروسته په نتانیاهو باندې د صهیونیسټ رژیم د سیاسي شخصیتونو له سختو او پراخو نیوکو او ګڼو ټولپوښتنو څخه د اشغال شویو سیمو د اوسیدونکو د قهر او ماتې څرګندونه کوي.

د پیغام پای/