په مزارشریف کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د بلخ ولایت سیمه ییزو چارواکو سهشنبه د لیندۍ ۶ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د بلخ ولایت مرستیال مولوي نورالهدي ابو ادریس په ګډه د ریحان مکروني په نوم د تولیداتو یوه فابریکه د ٢ ملیون او ٥٠٠ زره ډالرو په ارزښت پرانیستله.
د چارواکو په وینا، په دې فابریکه کې څه باندې ۶۰ کسان په کار بوخت دي او د ریحان مکروني فابریکې د ورځني تولید ظرفیت شاوخوا ۳۰ ټنه دی.
د پیغام پای/