کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال او کفیل وویل: افغانستان د سیمې سولې او امنیت ته ژمن دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال او کفیل محمد نبي عمري نن دوشنبه د لیندۍ په ۵ مه نېټه د افغانستان په چارو کې د چین ولسي جمهوریت له ځانګړي استازي ښاغلي یو شیایو یونګ، کابل کې د چین سفیر ښاغلي جاو شینګ او مل پلاوي سره وکتل.

 یونګ په هیواد کې په سرتاسري امنیت خوښي وښوده او د اسلامي امارت له مسؤلینو یې مننه وکړه چې خپلو هیوادوالو ته یې په بې ساري ډول امنیت ټينګ کړی دی.

 د محمد نبي عمري کورنیو چارو وزارت او افغانستان ته د چین هیواد لوړ پوړي استازي راتګ ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان له خلکو سره یې د یاد هیواد له اوږمهاله همکارۍ مننه وکړه.

هغه وویل د افغانستان د اسلامي امارت پالیسي د اقتصاد او د متقابلې همکارۍ پر بنسټ ولاړه ده او په سیمه ییزې سولې او امنیت ته ژمن دی.

 ایرنا خبری اژانس وایی، له دې مخکې د سرپرست حکومت سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر هم د چین له ځانګړی استازی سره په کتنې کې ویلی وو اسلامی امارت خپلو ټولو ګاونډیانو او نړۍ ته ډاډ ورکړی دی چې له دغه هیواد څخه به هیچا ته ګواښ ونشی او په تیرو دریو کلونو کې یې دا ژمنه په عمل کې ثابت کړې ده.

د پیغام پای/