په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د لیندۍ د میاشتې په پنځمه نېټه د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا د عمومي منشي سرګي شویګو په مشرۍ له راغلي پلاوي سره د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.
دواړو لورو د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو، د سوداګرۍ او ټرانزیټ د کچې پر لوړولو او دغه راز په افغانستان کې د روسي پانګوالو د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال د اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرني سیاست ته په اشارې سره وویل، افغانستان ته د امنیت او ثبات په راګرځېدو سره دغه هېواد په سیمه کې د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ په مرکز بدل شوی چې دا نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې په ګټه دی.
ملا عبدالغني برادر زیاته کړه: اسلامي امارت د هیواد د امنیت او اقتصادي ودې لپاره هڅه کوي چې په همدې موخه یې په هېواد کې د نشهیي توکو کښت بند کړی او ټولې هغه ډلې یې له منځه وړې دي، چې د افغانستان او سیمې امنیت او اقتصاد ته زیان رسوي.
هغه څرګنده کړه، افغانستان د شمال - جنوب اقتصادي دهلېز په تقویت کې مؤثر رول لوبولو ته لېواله دی او په دې سره غواړي په سیمه کې اقتصادي اتصال عملي او له ستونزو خلاص شي. موږ هڅه کوو د سیمې او لرې پرتو هېوادونو ته د افغانستان صادراتو ته زمینه برابره کړو چې په دې برخه کې له روسیې څخه د همکارۍ غوښتنه کوو.
د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړیکو د کچې لوړوالی به په اقتصادي برخه کې د عملي پرمختګونو بې شمېره فرصتونه رامنځته کړي او د افغانستان اسلامي امارت به د سیمې د یو مسوول اقتصادي شریک په توګه مثبت رول ولري.
د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو د خپلو خبرو پر مهال په افغانستان کې رامنځته شوو سیاسي، اقتصادي او امنیتي پرمختګونو ته په اشارې سره وویل، اوسنی سفر یې د روسیې د ولسمشر په هدایت ترسره شوی او روسیه له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د همکارۍ کچې زیاتېدو ته لېواله ده او په همدې موخه به په نږدې وخت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د اسلامي امارت نوم د روسیې له تورلېست څخه لرې کړي.
روسي پلاوي له افغان – ټرانس پروژې څخه د ملاتړ او په دغه برخه کې د همکارۍ په څرګندولو سره زیاته کړه، روسیه د سېنټ پیټرزبورګ اقتصادي فورم پرمهال له افغانستان سره د شوو اقتصادي همکاریو عملي پيل ته چمتو ده او همدا راز روسي پانګوال او دولتي شرکتونه په افغانستان کې د کانونو استخراج، ترانسپورټ او کرنې په برخو کې هم پانګونې ته لېوالتیا لري.
دواړو لورو د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې برخو کې د پراخو همکاریو د رامنځته کولو په موخه د ګډ حکومتي کمېسیون پر رامنځته کولو ټینګار وکړ، چې تر چتر لاندې به یې په مختلفو برخو کې نورې کمېټې هم فعالیت ولري.
د پیغام پای/