په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو د وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد نن دوشنبه د لیندۍ په ٥ مه، وویل د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایو یونګ سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییزو چارو خبرې وکړې. امیر خان متقي د چین ولسي جمهوریت سره د افغانستان اسلامي امارت اړیکې مثبتې وګڼلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په سوداګریزه برخه کې پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل.
د چین ځانګړي استازي په خپل وار د دواړو هېوادونه ترمنځ دوو اړخیزو اړیکو کې پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاته یې کړه چې هېواد یې د افغانانو ارزښتونو او انتخابونو ته درناوی لري. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په راتلونکې غونډه کې باید د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ګډون وکړي.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت، روسیې، چین، پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه په کال کې یو ځل په دغو هیوادونو کې جوړیږی او د افغانستان د ستونزو او د هغو د هواری په هکله خبرې اترې کوی.
د پیغام پای /