په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د روغتیا نړیوال سازمان د یکشنبه په شپه د لیندۍ په ۴ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په بلخ ولایت کې یې د ښځو او ماشومانو لپاره د ۵۰ بسترونو په لرلو سره د معتادانو د درملنې یو مرکز پرانیستل شول.
دغه درملنې مرکز د نړیوال روغتیا سازمان د ساحوي مشر ډاکټر حنان بلخي له خوا پرانستل شو. خبرځاى زياته کړه: په راتلونکو لسو مياشتو کې دغه مرکز د ٦٢٠ ښځو او ١٢٠ ماشومانو د درملنې او عادي ژوند ته د هغوى د راستنولو لپاره لازمې مرستې برابروي.
د نړيوال روغتيايي سازمان د جنوبي اسيا د سيمې مشر د دغه مرکز د پرانستلو په مراسمو کې وويل: روږديتوب په افغانستان کې يوه جدي ستونزه ده. د زموږ شریکانو په مرسته، هڅه کوو چې ناروغانو ته اړین مرستې چمتو کړو او دوی په خوندي توګه خپلو ټولنو ته راستانه کړو. موږ په ګډه کولای شو د افغانستان خلکو ته ښه ژوند جوړ کړو.
د ایرنا د خبر له مخې، د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې په افغانستان کې څه دپاسه څلور میلیونه کسان د نشه ایزو موادو د استعمال له امله په اختلالی ناروغیو اخته دی.
د پیغام پای/