کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په بلخ ولایت کې د یوې ځانګړې اقتصادي زون د جوړولو لپاره د دوه زره جریبه ځمکې د تثبیت اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو د يکشنبه د لیندۍ په ۴ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په دوام، پداسې حال کې چې د یاد ولایت د والي مرستیال محترم مولوي نورالهادی ابوادریس ورسره ملګری و، حیرتان بندر ته نژدې د خاص اقتصادي زون د جوړښت په موخه دوه زره جریبه ځمکه تثبیت کړه. 

 په بېلابېلو زونونو کې د پانګونې د جلبولو په موخه د لومړي ځل لپاره ځانګړي اقتصادي زونونه جوړېږي. په افغانستان کې د دغو زونونو د جوړولو وړاندیز د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست حکومت کابینې ته پیشنهاد شول.

 همدا راز صنعت او سوداګرۍ وزارت تر وړاندیز وروسته، دغه وزارت د بېرته راګرځیدونکو پانګوالو، سوداګرو او صنعت کارانو ته د آسانتیاوو د تنظیم کمیټې د طرز العمل په اوولسمه ماده کې مکلف شوی ترڅو په بندرونو یا فرضي کرښه کې د صنعتي فابریکو د فعالیت لپاره صنعتي ساحې جوړې کړې چې صنعت وده وکړي او سوداګر او صنعت کاران نور هم وهڅول شي.

 د پیغام پای/