په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن یکشنبه د لیندۍ په ۴مه وویل: د عامې روغتیا له څلورلارې څخه تر ارګ پورې نښلوونکی سړک به له څو کلونو وروسته بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.
فطرت زياته کړه: دغه سړک په اساسي ډول رغول شوى، کانکریټي خنډونه يې په بشپړه توګه ليرې شوي او اوس د دغه سړک د ننوتي دروازې د جوړولو کار روان دى.
د حکومت د وياند د مرستيال په وينا، دغه لار به يوازې د مهمو کسانو او مېلمنو د تګ راتګ پر مخ پرانيستل شي.
د ایرنا د خبر له مخې، دغه سړک چې د عامې روغتیا څلورلارې له ارګ سره نښلوي له تیرو شلو کلونو راهیسي د ټرافیکو پر مخ د امریکا سفارت ته د نږدې کیدو له امله تړل شوی وو او په کابل کې د ۸۰ او ۹۰ لسیزو نسل د دې سړک سره اشنا نه دی. په تېرو درېيو کلونو کې کابل ښاروالۍ هغه سړکونه بېرته پرانېستل چې په تېرو ٢٠ کلونو کې د زورواکو د خلکو له خوا تړل شوي وو.
د پیغام پای/