په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن رسنیو ته په یوه استول شوي غږیز پیغام کې ویلي: د اسلامي امارت ځواکونه د داعش پر وړاندې په جدي توګه مبارزه کوي او دا پدیده د له منځه وړلو په حال کې ده.
هغه زیاته کړه: دا چې داعش ډله په ځینو کمزورو نقطو بریدونه کوي، دوی پر عامو خلکو چې په خپلو عبادتونو او مذهبي مراسمو بوخت دی، دزې کوي، د خپلې بې وسۍ او کمزورۍ ښکارندويي کوي چې نور ځواکمن نه دي.
د سرپرست حکومت ویاند ټینګار کړی چې د اسلامي امارت ځواکونه به له دې ناوړه پدیدې څخه دیر خبر وي او د بغلان د جنایت عاملین به مجازات کړي.
د ایرنا د خبر له مخې، د داعش ترهګرې ډلې د تیرې جمعې په شپه په بغلان ولایت کې د صوفیانو یو عبادت ځای ته ننوتل او په عبادت کونکو یې ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې لس کسان ووژل شول.
د پیغام پای/