په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخی، د افغانستان د سرپرست حکومت د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن یکشنبه د لیندۍ د میاشتې په ۴ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې یوه خبرپاڼه خپره کړه او لیکلي یې دي: د لړم مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ٤٥٢ زره او ٣١ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د حیرتان بندر له لارې ۳۳۶زره او ٢٣٣ ټنه، د آقینې بندر له لارې ٤٠ زره او ۷۸۸ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ٧٠ زره او ٧٨٠ ټنه او د خواف-هرات له لارې ٤ زره او ٢٢٠ ټنه، چې ټولټال ٤٥٢ زره او ٣١ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د روان کال په لړم میاشت کې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په لړم مياشت کې يو زره او ٩٥٧ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
د فواید عامې وزارت د هېواد له سوداګرو څخه غوښتي چې که غواړئ خپل سوداګريز توکي په خوندي، ارزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ، نو همدا اوس د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت ته مراجعه وکړئ.
د ایرنا د خبر له مخې، پرون د چین او افغانستان ترمنځ لومړی مستقیم ریل ګاډي د ٥٥ کانټینرونه سره وروسته له ٢٢ ورځو مزارشریف ته ورسید.
د پیغام پای/