په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن یکشنبه د لیندۍ په ۴ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ښار کې د صادراتو واحد مرکز پرانیست.
دا مرکز چې د مزارشریف په ښار کې د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مقر کې پرانیستل شو، په پرانیست غونډه کې یې د بلخ ولایت د والي مرستیال، د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال او د یاد ولایت نورو چارواکيو ګډون درلود.
د صادراتو واحد مرکز د هیواد د صادراتو د اسنادو د طی مراحل لپاره یو ځای دی چې په مزارشریف ښار کې ددې په پرانیسنې سره د هېواد صادرونکو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابریږي.
د پیغام پای/