کابل- ایرنا- د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له ۳۰۰ څخه د ډېرو وحشي مرغانو طبیعت ته د خوشې کولو خبر اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ له جمعه بازار څخه د ٣١٨ بېلابېلو وحشي مرغانو راټول شوي او بېرته ځنګلونو ته خوشې شوي دي.

 خبرپاڼه زیاتوي: د هرات د چاپېریال ساتنې ریاست مسئولینو د انجیل ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ په همکارۍ د دغې ولسوالۍ له جمعه بازار څخه ۳۱۸ ډوله وحشي مرغان راټول او بېرته یې ځنګلونو ته خوشې کړل.  

 د هرات ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس حضرتعلي ابدالي د دغو مرغانو د خوشې کېدو پر مهال وویل: د ځنګلي ژوند نادر ډولونه محافظت ته اړتیا لري. نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د قانون په پلي کولو کې د چاپېريال ساتنې له رياست سره همکاري وکړي.

 د هرات د چاپېریال ساتنې ریاست ټینګار کړی چې د ځنګلي مرغانو ښکار، لېږد، قاچاق، پېر او پلور منع دی او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

د ایرنا په وینا، د نيمروز ولايت د چاپېريال ساتنې ملي ادارې تېره اوونۍ هم ٣٥ مرغان له قاچاق څخه وژغورل او طبيعت ته يې خوشې کړل. د افغانستان د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا د دفتر د ۱۱۴ ګڼې فرمان له مخې د وحشي حیواناتو او مرغانو ښکار منع دی.

 د پیغام پای/