په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده جواد عبدالسلام نن شنبه د لیندۍ په ۳مه وویل: د روان کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر میاشتې پورې له ترکیې سره د ۹۴ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوی دی.
جواد زياته کړه: له دې جملې څخه ٢١ ميليونه ډالره صادرات او ٧٣ ميليونه ډالره واردات دي. د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند څرګنده کړه: ترکیې ته د افغانستان په صادراتي توکو کې کنجد، ممیز، بادام، زیړه او د غوا پوستکي شامل دي او له ترکیې څخه وارد شوي توکي درمل، غالۍ او بخارۍ دي.
د ایرنا د راپور له مخې، ازبک رسنیو هم پرون اعلان وکړ چې دغه هېواد په تېرو دوو میاشتو کې افغانستان ته ۸۵۵ میلیونه ډالره صادرات کړی دی.
د پیغام پای/