په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخ؛ جعفر مهدوي، چې هزاره سیاستوال او د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی دی، نن د لیندۍ د میاشتې په دریمه نېټه سهار په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: د اسلامي امارت په دوره کې د کابل ښاروالي د مولوي عبدالرشید په مشرۍ د زیربنایي پروژو په پلي کولو او په زړورتیا سره د کابل ښار د ښکلي او تاریخي ښار د نړیوال ښاري نظام د معیارونو سره سم کول واقعیا بې ساري او د ستاینې وړ ده.
هغه زیاته کړه: دا لاسته راوړنې هغه وخت لا زیاتې څرګندیږي چې د دغو پروژو حجم، پراخوالی، د عمل سرعت او هراړخیزیت له بهرنۍ مرستې او ملاتړ پرته یوازې د کابل ښاروالۍ د عوایدو د شفاف تنظيم په اساس تطبیق کیږی؛ دا مقایسه وکړي د پخواني حکومت د کابل ښاروالۍ د فاسدې، بې کفایته او تبعیضي ادارې چي د ورځيني عايد او د سلګونو مليونو ډالرو د بهرنيو اسعارو سره سره د کابل ښاروالۍ په ساحه کې د خپل کثافاتو د راټولولو اراده او توان هم نه درلود.
دغه شیعه سیاستوال د ګارډین انګلیسي ورځپاڼې وروستي راپور ته په اشارې سره ویلي چې د کابل ښاروالۍ اداره په تاجک او هزاره سیمو کې له تاجک او هزاره قومونو سره تبعیضي چلند کوي، لکه د کورونو ورانول او د ملکیت حق نه ورکول او داسې نور وویل: داسې ښکاري چې دا څیړنیز راپور د ناسمو او کله ناکله نیمګړو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی.
مهدوي څرګنده کړه: حقیقت دا دی چې په تېرو درېیو کلونو کې نه یوازې زه د کابل اوسېدونکی په صفت بلکې په دې ښار کې په میلیونونو هېوادوال هم د دې شاهدان دی چې ټول پلانونه، د زیربنایي پروژو پلي کول او قوانین او طرزالعملونه پرته له کوم قومي او مذهبي تبعیض او یوازې د تخنیکي معیارونو پراساس ترسره شوی چې موخه یې د ټولو ښاریانو لپاره د ښاري اسانتیاوو برابرول او د کار ښار په یوه عصري ښار بدلول دي.
مهدوي زیاته کړه: په دې لړ کې د کابل ښار په دننه او بهر کې د سرک جوړولو پروژې د تطبیق چارې په ټولو پښتون، تاجک او هزاره سیمو کې ترسره شوي او هغه کورونه او جایدادونه چې د سرکونو په لاره کې پراته دي تخریب او په شفاف ډول د دې ملکیتونو مالکینو ته د استملاک حق ورکړل شوی.
هغه ټینګار وکړ چې د کابل ښاروالۍ د پام وړ او بې ساري بریالیتوبونه د هېواد د اقتصادي زیربناوو په جوړولو، پیاوړتیا او پراختیا کې د اسلامي امارت د لوړ ظرفیت له سمبولونو څخه ګڼل کېږي.
د ایرنا د راپور له مخې، ګارډین انګلیسي ورځپاڼې درې ورځې مخکې په خپل یوه راپور کې د رسنیو د اصولو خلاف لیکلي و چې طالبانو د بیارغونې په پلمه په زرګونو خلک بې کوره کړي او د ټولنه تر ټولو بې وزله او زیانمنې برخې یې په نښه کړي دي.
دې ورځپاڼې ادعا کړې، چې د کابل ټولې شپږ ناحيو، چې د طالبانو پراخې ویجاړۍ پکې شوې، زیاتره هزاره ګان او تاجکان مېشت دي او دا کار د طالبانو کړنو ته قومي بوی ورکوي.
د پیغام پای/