په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند د جمعې په شپه د لیندۍ میاشتې په دویمه نېټه اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حیات حقاني د چین هېواد انټرنټ نړیوال کنفرانس کې د ټکنالوجۍ نندارتون د بېلابېلو برخو څخه لیدنه ؤکړه.
دغه نندارتون چې د چین هېواد اوژن ښار کې په لار اچول شؤی و د ټکنالوجۍ اړوند بیلابېلې برخې نندارې ته ايښودل شؤې ؤې.
حيات حقاني په ننني عصر کې د ټکنالوجۍ پر ارزښت، انټرنېټ او پرمختيايي هېوادونو ته د ټکنالوجۍ زېربناوو ته د لاسرسي په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: پرمختللي هېوادونه بايد د مصنوعي زیرکتیا د سالمې استفادې او له ډيجيټل انزوا څخه د خلاصون په برخه کې له شاته پاتې هېوادونو سره همکاري وکړي.
د ايرنا د خبر له مخې، د انټرنټ نړیوال کنفرانس چې د چین هېواد اوژن ښار کې د روان میلادي کال له ۱۹مې نېټې پیل شوی د نومبر میاشتې تر ۲۲مې نېټې پورې به دوام کؤي.
د پیغام پای/