کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې پلاوي او د بریتانیا د نړیوالې پراختیا ادارې له چارواکو سره د چاپېریال د اقليمي بدلون د ځنډولو پروژو د بیا پیلولو په اړه خبرې وکړې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې چارواکو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د دې ادارې پلاوي په اذربایجان کې د بریتانیا-مشترک المنافع نړیوالې پراختیا ادارې (FCDO) له چارواکو سره وکتل.

 په دې کتنه کې دواړو خواوو د ملي مشارکت د سند د بشپړیدو، د حیات تنوع ملي ستراتیژۍ او د هغې د عمل پلان او د اقليمي بدلون د ګفتمان د پلیټ فارم په اړه خبرې وکړې.

 په دې کتنه کې دواړو لورو د چاپېریال او اقليمي بدلون په اړه د ځنډول شویو پروژو پر بیا پیلولو او د چاپېریال ساتنې د سکتور د پروژو په غیر سیاسي کولو باندې ټینګار وکړ او د دوه اړخیزو همکاریو، ګډ کار او د اقلیم د بدلون د ملي ګفتمان د خبرو اترو د دوام غوښتنه یې وکړه.

د پیغام پای/