په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت ارګ وویل د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د سرپرست وزیر ملا نورالله نوري په ملتیا غزني ولايت ته د سفر په جریان کې په لویه ولسي ناسته کې ګډون او وینا وکړه.
د غزني والي محمد امین عمري په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وویل: په یاد ولایت کې د اسلامي امارت ټول اصول د ولس په همکاري پلي کېږي او د سیمه ییزه ادارې د همغږۍ له امله ولسونه د اسلامي امارت پراخ ملاتړ کوي.
د غزني د بېلابېلو ولسوالیو قومي مخورو او علماوو، د افغانستان د غوره راتلونکې لپاره د اسلامي نظام ټېنګښت اړین وباله او زیاته یې کړه، اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې زیات پرمختګونه کړي او افغانان د اسلامي امارت د دريځ ملاتړ کوي.
د غزني قومي مخورو او علماوو د سمه ییزې ادارې له خدماتو څخه رضایت څرګند کړ او د ښوونځیو، مدرسو، د څښاک اوبو او نورو برخو کې یې د پراختیایي پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري وویل: د ملت د یووالي او اسلامي امارت د ملاتړ له امله د امریکا پر وړاندې جهاد بریالی شو او اسلامي امارت د هرې موضوع پر وړاندې مسوولانه چلند کوي.هغه زیاته کړه، پر اسلامي ارزښتونو معاملې ته اجازه نه ورکوي او په نږدې راتلونکې کې به ګڼې نوې پروژې پیل کړي.
مولوي عبدالکبير هم په دې مراسمو کې وويل: په هېواد کې د بشپړ امنيت په تامين او د اسلامي نظام په حاکميت سره د افغانانو د جهاد ارمان پوره شو او افغانانو د تاريخ په اوږدو کې خپل مسووليت په ښه توګه ادا کړى دى.
مولوي عبدالکبير يادونه وکړه: اسلامي امارت د ډېرو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړی او د سیمې په ګډون له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
هغه زیاته کړه: د اسلامي امارت سیاست خپلواک او ناپېیلی دی او افغان حکومت متوازن سیاست پرمخ وړي.
د حکومت سیاسي مرستیال څرګنده کړه: اسلامي امارت کاري فرصوتو رامنځته کېدو لپاره د پانګونې پروسه اسانه کړې او حکومت به له خپلې بودیجې ګڼې پروژې هم پیل کړي.
د پیغام پای/