هرات- ایرنا- د هرات والي د ترکمنستان د ماري ولایت له والي سره په کتنه کې له افغانستان څخه د مرمرو د صادراتو په برخه کې د دغه هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د هرات ولایت د رسنیو دفتر نن چهارشنبه د لړم په ۳۰مه خبر ورکړ، چې د ترکمنستان د ماري ولایت والي اوراضو بګنچ مراد سپر ګلدیویچ د یوه لوړ پوړي سوداګریز پلاوي په مشرۍ د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د ترکمنستان د ماري ولایت والي اوراضو بګنچ مراد سپر ګلدیویچ د هرات له والي شیخ مولانا اسلام جار سره وکتل او دواړو لوریو د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر لا پیاوړتیا، د هرات د صنعتي ښارګوټي د تولیداتو لپاره د دغه هېواد د ځینو اړتیاوو په اړه یې ټینګار وکړ.

 شیخ مولانا اسلام جار په هرات کې ستر تجارتي او اقتصادي فرصتونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورو اقتصادي اړیکو نقطه وبلله او ویې ویل: دغه فرصتونه له ترکمنستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په لا ټینګښت کې مهم رول لوبولی شي.

 د هرات والي دغه راز له ترکمنستان سره د مرمرو د صادراتو او د اورګاډي له لارې د سوداګريزو توکو د لېږد په برخه کې د دغه هېواد د لا زياتو همکاريو پر اړتيا ټينګار وکړ.

همداراز د ترکمنستان د ماري ولایت والي د هرات د والي مرستیال مهاجر فراهي سره د هرات په صنعتي ښارګوټي کې له تولیدي سکتور څخه لیدنه وکړه.

 د پیغام پای/